نوی، کارول شوی اخلئ یا کرایه کوئ؟

د موټر نوي، کارول شوي سیټونه اخیستلی یا کرایه کولی شئ. په هرصورت، ځینې موارد دي چې تاسې یې باید وګورئ.

تاسې د نا اشنا خلکو څخه د ماشوم د موټر سیټ اخیستلو نه مخکې باید په دقت سره فکر وکړئ. که تاسې غواړئ د موټر کارول شوی سیټ واخلئ، تاسې اړ یئ هرو مرو ډاډ ترلاسه کړئ چې دغه تجهیزات د ټکر شوي موټر نه وي او ډیر زاړه نه وي. د موټر سیټونه چې نن ورځ پلورل کیږي دا سیټونه عموماً د کارول کیدو له پیل مهال څخه تر شاوخوا 10 کلونو پورې د ژوند موده لري.

د خدمت موده یې له 10 کلونو څخه اوږده یا لنډه کیدای شي، چې دا د موټر سیټ ډول، سمبالښت او پوښاک پورې تړاو لري، او همدارنګه د موټر سیټ کې کارول شوي موادو کیفیت ډاډ لاس ته راوړئ چې د لارښوونې جزوه ورسره مله وي ترڅو تاسې وکولی شئ په سم ډول سیټ نصب کړئ. د موټر سیټونو، د خدمت مودې او پوښاک په اړه نور ولولئ.


د موټر سیټونو کرایه کول

د موټر سیټ کرایه کول ښه انتخاب دی. د ایف بیمې شرکت تاسې ته فرصت درکوي چې تجهیزات په کرایه واخلئ کوم چې د ماشوم له غټیدو سره بدلیږي.
نور په if.no کې ولولئ


که تاسې نوی، یا کارول شوی سیټ اخلئ یا یې کرایه کوئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې دغه سیټ ستاسې د ماشوم او ستاسې له موټر سره سمون ولري.

  • د سمون لرونکو موټرو د موټر سیټ چیک کړئ او په موټر کې یې و ازموئ.
  • د کارولو لپاره لارښوونې تعقیب کړئ.
  • ډاډ ترلاسه کړئ چې کمربند په سم ډول ماشوم باندې تړل شوی او بدن ته یې نږدې وي.

غواړئ په موټرو کې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه نور پوه شئ؟

Tryggtrafikk.no ته ورشئ