د موټر سیټ موندونکي په اړه

د موټر سیټ موندونکی یو خدمت دی چې ستاسې ماشوم لپاره د موټر سیټ سم ډول موندل اسانه کوي. د موټر سیټ موندونکی د Trygg Trafikk لخوا جوړ شوی اود ایف بیمې شرکت لخوا ملاتړ کیږي.

دا خدمت څنګه کار کوي؟

تاسې یوازې اړ یئ د خپل ماشوم عمر، وزن او ونه ولیکئ، او د موټر سیټ موندونکی به د اوسنيو لارښوونو، سپارښتنو او مقرراتو پربنسټ تاسې ته وړاندیز وکړي.

د موټر سیټ موندونکی یو خپلواک خدمت دی او دا به تاسې ته سپارښتنه ونه کړي چې تاسې کوم ماډل یا برانډ باید واخلئ، یوازې د سیټ نوع چې تاسې ورته اړتیا لرئ هغه درته ښئ.


ومومئ چې تاسې په موټر کې د خپل ماشوم د خوندیتوب لپاره باید د موټر کوم ډول سیټ ولرئ.

د موټر سیټ موندونکی چالان کړئ