د رازساتنې بیان

د راز ساتنې دې بیان کې پدې اړه عمومي معلومات موجود دي چې Trygg Trafikk څنګه ستاسې معلومات پروسس کوي کله چې تاسې bilstolvelgeren.no ته ورشئ.

Trygg Trafikk به د bilstolvelgeren.no د کارولو پرمهال شخصي ډیټا خوندي، پروسس نکړي یا غوښتنه به یې ونکړي.

کله چې تاسې bilstolvelgeren.no ته ورشئ، هرځله چې تاسې یوه پاڼه ګورئ Trygg Trafikk به معلومات ترلاسه کوي. دا لاندې معلومات کیدی شي:

  • وخت او نیټه
  • تاسې (په bilstolvelgeren.no) کې کومې پاڼې کتلي دي
  • تاسې په هره پاڼه کې څومره وخت تیروئ
  • براوزر او نسخه یې
  • د IP پته

دا معلومات Trygg Trafikk ته د ارقامو ورکولو لپاره کارول کیږي چې bilstolvelgeren.no څنګه کارول کیږي ـــ پدې موخه چې وړاندې کیدونکي خدمتونه ښه کړی شي.   دا معلومات تاسې د یوه فرد په توګه پیژندلو لپاره نه کارول کیږي.

کوم انتخابونه چې تاسې د موټر سیټ موندونکي (د ماشوم وزن، ونه او عمر) کې کوئ یوازې ستاسې وسیله کې شتون لري او نه خوندي کیږي یا د ارقامو په توګه کارول کیږي.

کوکیز

Trygg Trafikk د کاروونکو د چلند په اړه ارقام ترلاسه کولو لپاره کوکیز کاروي کله چې هغوی د bilstolvelgeren.no څخه لیدنه کوي. کوکیز د معلوماتو کوچني فایلونه دي چې ستاسې وسیله کې پاتې کیږي او موخه یې د خدمت غوره ممکن فعالیت وړاندې کول دي. دا داسې یوه بڼه ده چې تاسې کولی شئ خپل براوزر کې یې بنده کړئ.

← د مخې پاڼې ته بیرته ستنیدل